کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې ملی پولیسو وسله والو طالبانو یو جګپوړی ډلمشر ژوبل کړی دی

8 عقرب 1397 ساعت 12:56

په هراتولایت کې د وسله والو طالبانو یو جګپوړی ډلمشر د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې مرګونی ټپي شوی دی.



د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د ملي پولیسو د ځانګړی قطعې ځواکونو تېره ورځ د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالی کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې د یاد ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوالی ملا نبي سخت ټپي شوی.
خببرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې څلور نور وسله والو ټپیان شوي او د ملا نبي څلور ساتوونکي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې ۷ موټرسایکلونه او ۴ کړی ماینونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 173266

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173266/هرات-کې-ملی-پولیسو-وسله-والو-طالبانو-یو-جګپوړی-ډلمشر-ژوبل-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com