دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 173266
هرات کې ملی پولیسو وسله والو طالبانو یو جګپوړی ډلمشر ژوبل کړی دی
په هراتولایت کې د وسله والو طالبانو یو جګپوړی ډلمشر د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې مرګونی ټپي شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د ملي پولیسو د ځانګړی قطعې ځواکونو تېره ورځ د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالی کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې د یاد ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوالی ملا نبي سخت ټپي شوی.
خببرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې څلور نور وسله والو ټپیان شوي او د ملا نبي څلور ساتوونکي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې ۷ موټرسایکلونه او ۴ کړی ماینونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcaien6i49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته