دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 44721
دهېواد د ملی پولیسوځواکونو د بیلا بیلو ګډو چاڼېزوعملیاتو په لړکې، ۱۶ تنه ترهګرطالبان ووژل
دومیله کلاشینکوفونه سره د ۱۳ عددشاژرونو ، یوراکټ اچونکې ،دوه میله پیکا، شپږکړۍ ماینونه او۸۳ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلې دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د پنځو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، کنړ ، کندز ، کندهار او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل،۱۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۶ تنه یې ژوندي نیول شوي دي .
په یادو عملیاتو کې ۱۴۳۸ کیلوګرامه نشه یی توکې او یو اندازه وسلۍ او مهمات چې: دومیله کلاشینکوفونه سره د ۱۳ عددشاژرونو ، یوراکټ اچونکې ،دوه میله پیکا، شپږکړۍ ماینونه او۸۳ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلې دي.
دیادونې وړده چې د هېواد د ملی پولیسوځواکونو تېره ورځ یوه بوشکه ۱۸ کیلویی چاودیدونکې توکې اویو کړۍ د وسایط ضد ماین چې تازه د طالب ترهګرو له لوری د ترهګریز کړنو د ترسره کولو په موخه د غزنی او کاپیسا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پرځاي شوی وو کشف او شنډ کړل.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyedj.w6dj0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته