کارپوهان وايي؛ په دې وزارتونو کې فساد او شخصي سلیقې د دې سبب شوي، چې بنسټیزو کارونو ته پوره پاملرنه ونشي.
د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وایي: د پوهنې وزارت د مسوولینو سلیقوي چلندونه او له مسوولیت تېښته د دې لامل شوې، چې دغه وزارت خپله پراختیايي بودجه ونشي لګولی.
هغه زیاته کړې، چې د رهبرۍ ژر ژر بدلیدو هم د بودجې پر نه لګیدو اغېز کړی دی؛ ځکه، چې ثابته رهبي د پلان له مخې خپله پراختیایي بودجه لګوي.
ترانسپورت وزارت هم د پراختیایي بودجې څلیریشت سلنه لګولې ده.
د ترانسپورت سراسري ټولنه وایي، په دې وزارت کې د ظرفیت نشتوالی لویه ستونزه ده.
د ځمکني ترانسپورت د ټولنې مرستیال حاجي همایون وایي: مونږ ته تل وعدې راکړ شوي او حتا پیسې هم اخیستل کیږي. مونږه هیله لرو، چې دغه ستونزه حل او د یو منظم ترانسپورتي سیستم لپاره د اړتیا وړ ترمینلونه رامنځته شي.
د پوهنې او ترانسپورت وزارتونو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.