په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو نومول شوي مرستیال والي او د سرې قطعې نظامي مسئول په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
غزنی کې طالبانو نومول شوی مرستیال والی او سرې قطعې نظامي مسؤول وژل شوی
11 عقرب 1397 ساعت 16:59
په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو نومول شوي مرستیال والي او د سرې قطعې نظامي مسئول په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د غزني ولایت د آب بند، مقر او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړی، چې په پایله کې یې د طالبانو نومول شوی مرستیال والي ملا نسیم مشهور په داوود لنګ او د طالبانو د سرې قطعې نظامي مسئول عبدالله وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو هوایي بریدونو کې د دارو خان په نوم د طالبانو یو بل قوماندان په ګډون لس نور وسله وال هم وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، همداراز د غزني ولایت مرکز پورې اړوند د نیازیو سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې یو تن ترهګر وژلي او پنځه تنه نور یې ژوبل کړي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 173417