په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د غزني ولایت د آب بند، مقر او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړی، چې په پایله کې یې د طالبانو نومول شوی مرستیال والي ملا نسیم مشهور په داوود لنګ او د طالبانو د سرې قطعې نظامي مسئول عبدالله وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو هوایي بریدونو کې د دارو خان په نوم د طالبانو یو بل قوماندان په ګډون لس نور وسله وال هم وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، همداراز د غزني ولایت مرکز پورې اړوند د نیازیو سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې یو تن ترهګر وژلي او پنځه تنه نور یې ژوبل کړي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.