کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوی

12 عقرب 1397 ساعت 12:23

د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) جنیګیالیو ترمنځ نښته شوې، چې امله یې تر ۲۱ وسله وال وژل شوي.



په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ تازه نښته د خوږیاڼو ولسوالی د زاوې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، په وژل شویو کې ۱۸ وسله وال طالبان او ۳ داعش وسله وال شامل دي.
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 173441

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173441/ننګرهار-کې-طالب-او-داعش-وسله-والو-ترمنځ-نښته-رامنځته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com