کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال پراختیایی بانک افغانستان سره باغدارۍ د ودې او پراختیا لپاره ۷۵ میلیونه ډالره مرسته کوی

13 عقرب 1397 ساعت 17:25

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، نړیوال پراختیايي بانک په افغانستان کې د باغدارۍ د ودې او پراختيا لپاره له دغه هېواد سره د ۷۵ میليونو ډالرو مرسته کوي.



د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته په دی اړه وویل چې دغه پیسې به د باغ لرونکو او کروندګرو د پياوړتیا، د غلو دانو د تولید د زیاتوالي او د زراعتي متشبثینو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.
ښاغلی رستمي وايي، د نړیوال پراختیايي بانک د دغو مرستو په لګولو سره به زراعتي تولیدات زیات او ورسره به د خلکو په اقتصاد کې هم د پام وړ بدلون راشي.
د ده په خبره، دا چې افغانستان يو زراعتي هېواد دی، نو دا شان مرستې کولای شي چې د خلکو په ژوند او د کرنیزو تولیداتو د کچې په لوړولو کې د پام وړ رول ولوبوي.


د مطلب کود: 173517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173517/نړیوال-پراختیایی-بانک-افغانستان-سره-باغدارۍ-د-ودې-او-پراختیا-لپاره-۷۵-میلیونه-ډالره-مرسته-کوی

آوا
  https://www.avapress.com