کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی امریکا بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره لیدلي

14 عقرب 1397 ساعت 11:16

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو په اړه خبرې وکړې.



له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ویلز خپل حضور ته ومنله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو د اغېزو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
د ارګ ماڼی په وینا، د افغانستان حکومت مخکې هم د چابهار بندر په اړه د امریکا متحدو ایالتونو حکومت سره خبرې کړې وې چې د دې بحثونو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سره د جمهوررئیس د پرونی بحث پایلې به ژر له خلکو سره شریکې شي او د افغانستان لپاره به ښې اقتصادي پایلې ولري.
 


د مطلب کود: 173547

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173547/ولسمشر-غنی-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-له-مرستیالې-سره-لیدلي

آوا
  https://www.avapress.com