کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولانا سمیع الحق وژل کیدو په وړاندی افغانستان مشرانو جرګې غبرګون

14 عقرب 1397 ساعت 17:52

د افغاستان د مشرانو جرګې غړو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) مشر د مولانا سمیع الحق د وژنې په اړه غبرګون وښود.



د مشرانو جرګې د یکشبنې ورځې په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د پاکستان د عالمانو ټولنې د رهبر او د طالبانو د معنوي پلار مولانا سمیع الحق د وژلو په اړه وویل، نوموړي په دې وروستیو کې د افغانستان سولې سره تمایل درلود او ممکن د نوموړي وژنه استخباراتي اړخ ولري تر څو د افغانستان د سولې بهیر ته خنډونه راولاړ شي.
دوی همداراز وویل، چې د مولانا سمیع الحق وژنه باید د جګړو د تودوونکو لپاره یو درس وي تر څو د بې ګناه خلکو په وژلو لاس پورې نه کړي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند مشر مولانا سمیع الحق چې د ”طالبانو په معنوي پلار“ مشهور و د شنبې په ماشام په یوه برید کې ووژل شو.
مولانا سمیع الحق له ۱۹۸۸ میلادي کال راهیسې د دارلعلوم حقانیه مشری کوله او په افغانستان کې یې د وسله والو طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و.
 


د مطلب کود: 173571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173571/مولانا-سمیع-الحق-وژل-کیدو-په-وړاندی-افغانستان-مشرانو-جرګې-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com