کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړیاستازی خپل حضور ته ومانه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 عقرب 1397 ساعت 11:34


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خپل حضور ته ومانه.
په دې کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهور رئیس ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د بیا ځلي سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او  وې ویل، له دغو سفرونو وروسته به کابل ته د راتګ پرمهال د خپلو سفرونو د پایلو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړي.
جمهوررئیس غني د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلو ځلو څخه په مننې وویل، موږ د افغانانو په مالکیت او مدیریت د بین افغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوو. 
 


د مطلب کود: 173820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173820/جمهور-رئیس-غني-د-افغانستان-سولې-لپاره-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-ځانګړیاستازی-خپل-حضور-ته-ومانه

آوا
  https://www.avapress.com