دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 173820
جمهور رئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړیاستازی خپل حضور ته ومانه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خپل حضور ته ومانه.
په دې کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهور رئیس ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د بیا ځلي سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او  وې ویل، له دغو سفرونو وروسته به کابل ته د راتګ پرمهال د خپلو سفرونو د پایلو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړي.
جمهوررئیس غني د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلو ځلو څخه په مننې وویل، موږ د افغانانو په مالکیت او مدیریت د بین افغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوو. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxw9qzak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته