کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې یو ملا په ګډون اووه تنه ترهګری د روزنې په تور نیول شوی

20 عقرب 1397 ساعت 18:19

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي د یو ملا په ګډون اووه تنه د ترهګرو د روزنې په تور نیول شوي دي.



چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان د پشتون زرغون ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د هرات امنیه قوماندان امین الله وایي نیول شوي کسان د دوو پولیسو په وژلو هم تورن دي او په وروستیو کې یې د هرات، غور او بداعیس ولایتونو یو شمېر وګړي د ترهګریزو بریدونو لپاره روزلي وو.
 د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې د هرات ولایت د ځینې لرې پرتې سیمې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 173862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173862/هرات-کې-یو-ملا-په-ګډون-اووه-تنه-ترهګری-د-روزنې-تور-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com