دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 173862
هرات کې یو ملا په ګډون اووه تنه ترهګری د روزنې په تور نیول شوی
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي د یو ملا په ګډون اووه تنه د ترهګرو د روزنې په تور نیول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان د پشتون زرغون ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د هرات امنیه قوماندان امین الله وایي نیول شوي کسان د دوو پولیسو په وژلو هم تورن دي او په وروستیو کې یې د هرات، غور او بداعیس ولایتونو یو شمېر وګړي د ترهګریزو بریدونو لپاره روزلي وو.
 د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې د هرات ولایت د ځینې لرې پرتې سیمې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcce1qsi2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته