دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 116679
د اختر په ورځو کې له څلورو سترو ترهګریزو بریدونو مخنیوی
د ملي امنیت لوی ریاست د ترهګرۍ ضد څو عملیاتو په لړ کې د اوو تنو پاکستانیانو په ګډون ۲۳ تنه ترهګر چې هوډ یې درلود د کویټې شورا او حقاني ترهګرې ډلې په لارښوونه د لوی اختر په ورځو کې په قندهار، بلخ، هلمند، نیمروز او لوګر ولایتونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي نیولي دي.

ددغو ترهګرو څخه د ځانمرګو بریدونو څلور واسکټونه، له چاودېدونکو توکو ډکه یوه رکشا،یو میل زیکویک، شپږ میله کلاشینکوفونه، شپږ بشکه یي ماینونه، ۱۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي،۱۶ کړۍ لاسي بمونه، ۱۳ شاژورنه، یوه مخابره، درې جوړې پوځي جامې یو عراده موټر او دوه موټرسایکلونه ترلاسه شوي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد نوم ورکي سرتېري شپه او ورځ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د ناوړو او اسلام ضد کړنو د شنډولو هڅه کوي.

په ټول هېواد کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام لري او دښمن ته هر چېرې خوله ماتوونکی ځواب ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfevdy1w6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته