دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 261063
د ایران په خوزستان او اصفهان کې ترهګریز برید ۹ تنه شهیدان کړل
پرون ماښام (چهارشنبه، عقرب ۲۵) دوو تنو ترهګرو په موټر سایکل سپاره د خوزستان ولایت د ایذه ښار په مربوطاتو کې ډزې وکړې چې له امله یې د دغه هیواد یوشمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول. د راپورونو له مخې ۷ تنه د سختو ټپونو له امله مړه شوي دي. همداشان په اصفهان ولایت کې په ورته برید کې دوو تنو وسله والو ترهګرو د بسیج ځواکونو دوه تنه ووژل.
افغان غږ خبری آژانس: د خوزستان د ولایت د امنیت او قانون د تطبیق مرستیال ولی الله حیانی تیره شپه (۲۵ عقرب) په اهواز کښې د فارس له خبریال سره په مرکه کښې د ایذه ښار د ترهه ګرۍ د پیښې په اړه وویل: «نن ماښام ١٧:٣٠ بجې په موټرسايکل سپاره دوو تنو په خلکو ډزې وکړې».
 
ده زياته کړه: په دې پيښه کې د ايذه ښار پنځه تنه اتباع چې په هغو کې يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
 
دخوزستان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت او دقانون دتطبيقولو دچارو مرستيال په دې پيښه کې يوشمير ايراني امنيتي ساتونکو ته په اشارې سره وويل : په ټپيانو کې د لسو تنو له جملې څخه دوه تنه دبسيج دځواکونو او درې تنه د دغه هيواد دپوليسو منسوبين ټپيان شوي دي.
 
حیاتی وويل: دامنيتي ځواکونو له خوا د ډار اچوونکو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې څو په لنډ ممکن وخت کې به ونيول شي.
 
دغه راز په اصفهان ولايت کې هم په يوه ورته پيښه کې دوه تنه بسيجيان شهيدان شوي .
 
د ځینو سرچینو په وینا؛ د ايران د ملي امنيت د ساتونکو په کاروان د دوو موټرسايکل سپرو د تروريستي بريد په نتيجه کې دوه تنه شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شوي.
 
د راپورونو له مخې د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۱۰ بجې د اصفهان ولایت د خانه په سیمه کې دوو تنو موټرسایکل سپاره کسانو په کوڅه کې د بسیج ځواکونو په پوسته ډزې وکړې.
 
په دې تروريستي پيښه کې دوه تنه په ډزو سره ووژل شول او دوه تنه نور د اصفهان په يوه روغتون کې بستر دي.
 
https://avapress.com/vdcd9f0xsyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته