دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 266864
د هرات د شیعه علماوو شورا په مزارشریف ښار کې د آوا خبري اژانس په دفتر او د تبیان په مرکز کې د خبریالانو پر غونډې ترهګریز برید په کلکه وغانده
د هرات ولایت د شیعه علماوو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مزارشریف کې د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو پر مرکز او د افغان غږ خبري آژانس د پروني تروریستي برید بزدلانه عمل بللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د شیعه علماوو شورا په خبرپاڼه کې چې پرون یکشنبه (کب ۲۱) خپره شوه، راغلي: په مزارشریف ښار کې د تبیان پر کلتوري مرکز ترهګریز برید چې په پایله کې یې یو شمېر کسان شهیدان او ټپیان شول، دا زموږ د ګرانو هېوادوالو په وړاندې د بهرنيو اجيرانو او د امريکا د قسم خوړلو نوکرانو يو بزدلانه عمل و. د هرات د شیعه علماوو شورا دغه غیر انساني عمل په کلکه غندي. د دې پېښې شهیدانو ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو.
 
په مزارشريف ښار کې د افغان غږ خبری آژانس خبري آژانس په دفتر او د تبيان په مرکز په پروني تروريستي بريد کې څه د پاسه څلويښت تنه استادان او خبريالان شهيدان او ټپيان شول.
 
دغه برید له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو. د دولتي او نادولتي شخصیتونو ترڅنګ ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار سازمان، اروپايي ټولنې، ایران او ګڼو ملي او نړیوالو سازمانونو دغه برید غندلی دی.
 
https://avapress.com/vdch--nik23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته