کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې ۱۵ مخالفین وژل شوي؛ یو لیزر لرونکی راکټ انداز نیول شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 عقرب 1397 ساعت 12:05

د افغانستان په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د مقر ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي او یو لیزر لرونکی راکټ انداز د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.




د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د (تندر۴) عملیاتو په ترڅ کې چې تیره ورځ د تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرال دادان (لونګ) په مشرۍ پیل شوي دي، په ترڅ کې یې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لړم په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې ۶ تنه وسله وال ټپیان هم شوي او یو لیزرلرونکی راکټ انداز د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې ټر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل
 


د مطلب کود: 173969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173969/غزني-کې-۱۵-مخالفین-وژل-شوي-یو-لیزر-لرونکی-راکټ-انداز-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com