دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 173969
غزني کې ۱۵ مخالفین وژل شوي؛ یو لیزر لرونکی راکټ انداز نیول شوی
د افغانستان په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د مقر ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي او یو لیزر لرونکی راکټ انداز د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.


د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د (تندر۴) عملیاتو په ترڅ کې چې تیره ورځ د تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرال دادان (لونګ) په مشرۍ پیل شوي دي، په ترڅ کې یې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لړم په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې ۶ تنه وسله وال ټپیان هم شوي او یو لیزرلرونکی راکټ انداز د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې ټر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaien6o49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته