کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایي ځواکونو غزني کې پر وسله والو طالبانو بمبار کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 عقرب 1397 ساعت 20:01

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په غزني ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې ۸ تنه وسله وال وژل شوي.



د افغانستان په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې بهرنیو ځواکونو دغه هوایي برید د اندړ ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره کړی دی.
د تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي ”ایتلافي هوايي ځواکونو د نوموړي ولایت اندړو ولسوالۍ د کمال خیلو په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوایي برید کړی، په پایله کې یې (۸) تنه ترهګر وژلي دي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 174009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174009/امریکایي-ځواکونو-غزني-کې-پر-وسله-والو-طالبانو-بمبار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com