د افغانستان په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې بهرنیو ځواکونو دغه هوایي برید د اندړ ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره کړی دی.
د تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي ”ایتلافي هوايي ځواکونو د نوموړي ولایت اندړو ولسوالۍ د کمال خیلو په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوایي برید کړی، په پایله کې یې (۸) تنه ترهګر وژلي دي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)