کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان له مزارشریف څخه تر تورخمه د ریل پټلۍ جوړول غواړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1397 ساعت 20:20

په پاکستان کې د ازبکستان سفیر ویلي؛ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره غواړي، چې له مزار شریف څخه تر تورخم پورې د ریل پټلۍ جوړه کړي.



د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره د پاکستان د نښلولو د هڅو تر څنګ، په پاکستان کې د ازبکستان سفیر ویلي، چې له مزارشریف څخه تر تورخم پورې به د ریل پټلۍ وغزوي.
په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقط صدیقوف وړاندیز کړی، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید درې اړخیز کمیسیون هم جوړ شي.  
د سوداګرې خونې عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي: دا، چې ازبکستان غواړي جنوبي آسیا ته سوداګریزه لار ولري؛ د سیمې لپاره یو ګټور ګام دی.  
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا نښلیدل به له اقتصادي پلوه افغانستان ته هم ګټور پریوځي.
د کانونو او صنایعو شورا رییس شبیر بشیري وایي: افغانستان د سوداګرۍ لپاره ښه ستراتیژیک موقعیت لري؛ کولی شي د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا او ان د اروپا تر منځ غوره اقتصادي رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي وحدت حکومت له رامنځته کیدو سره سم ولسمشر غني له مرکزي آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ټينګیدو هڅې کړې دي.
 


د مطلب کود: 174312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174312/ازبکستان-له-مزارشریف-څخه-تر-تورخمه-د-ریل-پټلۍ-جوړول-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com