د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره د پاکستان د نښلولو د هڅو تر څنګ، په پاکستان کې د ازبکستان سفیر ویلي، چې له مزارشریف څخه تر تورخم پورې به د ریل پټلۍ وغزوي.
په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقط صدیقوف وړاندیز کړی، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید درې اړخیز کمیسیون هم جوړ شي.
د سوداګرې خونې عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي: دا، چې ازبکستان غواړي جنوبي آسیا ته سوداګریزه لار ولري؛ د سیمې لپاره یو ګټور ګام دی.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا نښلیدل به له اقتصادي پلوه افغانستان ته هم ګټور پریوځي.
د کانونو او صنایعو شورا رییس شبیر بشیري وایي: افغانستان د سوداګرۍ لپاره ښه ستراتیژیک موقعیت لري؛ کولی شي د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا او ان د اروپا تر منځ غوره اقتصادي رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي وحدت حکومت له رامنځته کیدو سره سم ولسمشر غني له مرکزي آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ټينګیدو هڅې کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)