کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د امریکا پارلماني پلاوي سره وکتل

29 عقرب 1397 ساعت 10:23

افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تیره ماښام د جیم بنکس په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د پارلمان له پلاوي سره وکتل.




په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا،  د افغانستان او سویلې اسیا پر وړاندې د امریکا د ستراتېژۍ پر موثریت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، ټاکنو، اصلاحاتو، سیمه‎‎ییزه اتصال او اقتصادي ودې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امریکا متحدو ایالتونو پارلمان پلاوي یو ځل بيا له افغانستان څخه د امریکا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغان حکومت د وروستیو کلونو کې د لاسته راوړنو قدرداني وکړه. جمهوررئیس غني په دغه کتنه کې له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو د دوامداره ملاتړ  قدرداني وکړه وې ویل، په بېلابېلو برخو کې د امریکامتحدو ایالتونو دوامداره ملاتړ ځانګړی ارزښت لري.
 


د مطلب کود: 174355

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174355/جمهور-رئیس-غني-د-امریکا-پارلماني-پلاوي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com