په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان او سویلې اسیا پر وړاندې د امریکا د ستراتېژۍ پر موثریت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، ټاکنو، اصلاحاتو، سیمهییزه اتصال او اقتصادي ودې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امریکا متحدو ایالتونو پارلمان پلاوي یو ځل بيا له افغانستان څخه د امریکا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغان حکومت د وروستیو کلونو کې د لاسته راوړنو قدرداني وکړه. جمهوررئیس غني په دغه کتنه کې له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو د دوامداره ملاتړ قدرداني وکړه وې ویل، په بېلابېلو برخو کې د امریکامتحدو ایالتونو دوامداره ملاتړ ځانګړی ارزښت لري.