کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د خونړی برید په اړه د پاکستان عکس العمل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 عقرب 1397 ساعت 13:53

د پاکستان حکومت په پلازمېنه کابل ښار کې د پرونی خونړی برید په اړه غبرګون وښود.



د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستان په کابل کې د واده په یوه صالون کې تروریستي برید په کلو ټکو غندي، چې په پایله کې یې له ۴۰ څخه زیات خلک د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د زیږیدو د لمانځلو په مراسمو کې ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي” سرغړونکي د ټولو دیني او انساني معیارونو د دغې حملې په تر سره کولو د غندلو وړ دي. موږ په ټولو ډولونو او څرګندونو کې د تروریزم غندنه کوو. “
په خبرپاڼه کې راغلي ”موږ په بشپړ ډول سره خپله غمرازي د افغانستان د خلکو سره څر ګندوو. “
د امنیتي او عامې روغتیا چارواکو په وینا، د تېر ماښام په برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۳ نور ټپيان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 174454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174454/د-کابل-ښار-خونړی-برید-په-اړه-پاکستان-عکس-العمل

آوا
  https://www.avapress.com