کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر خلګ ټاکنیزو تقلبونو په غبرګون، کابل-ګردیز لاره وتړله

2 قوس 1397 ساعت 10:10

د لوګر ولایت ازره ولسوالی په لسګونه اوسیدونکې، تیره ورځ په یو اعتراضی حرکت کې د کابل-ګردیز لاره کې، په پارلمانی ټاکو کې پاک او ناپاک رایو بیلیدو غوښتونکې شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، ددی ولسوالی اوسیدونکې چی څو ساعته د کابل-ګردیز په لویه لاره د تګ او راتګ په وړاندی تړلی وو، ټینګار کړی چی بایومتریک نه شوی رایی باید د اعتبار وړ نه وی. ځکه په دی ولسوالی کې پراخ تقلب صورت نیولی دی او ډیر خلګ رای ورکوونې صندوقونه په غیری قانونی توګه ډک کړی دی.
خوشحال محمد او تعویذ خان، ددی ولسوالی اوسیدونکې آریانا نیوز ته وویل چی که نه بایومتریک رایی باطل نه شی، هغوی خپل لاریون ته پراختیا ورکوی او ریاست جمهوری ټاکنو کې به هم ګډون ونه کړی.
دا په داسی حال کې دی مخکې له دی ټاکنو کمیسیون ویلی وو چی بایومتریک نه شوی رایی په هغه حوزو کې جدی اعتراضات شتون ونه لری، اعتبار به ورکړل شی.
خو رحمت الله حقمل، لوګر ټاکنیزو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون مشر وایی چی پاک او ناپاک رایی به په دی ولایت کې بیل شی.
ټاکنو خپلواک کمیسیون قرار دی چی نن جمعه(قوس ۲)، د لسو ولایتونو ابتدایی نتایج اعلان کړی.
 


د مطلب کود: 174576

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174576/لوګر-خلګ-ټاکنیزو-تقلبونو-په-غبرګون-کابل-ګردیز-لاره-وتړله

آوا
  https://www.avapress.com