کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رویا رحماني امریکا کې د افغانستان نوې سفیره ټاکل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 قوس 1397 ساعت 17:20

د راپورونو له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په اندونیزیا کې د افغانستان پخواني سفیره رویا رحماني په امریکا متحده ایالتونو کې د افغانستان نوې سفیره ګمارلې ده.



په متحده ایالتونو کې یې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر حمدالله محیب شاوخوا درې میاشتې مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په توګه دنده پیل کړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف شاوخوا درې میاشتې مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
بلخوا داسې راپورونه هم وجود لري چې ګواکې ولسمشر غني له دې وړاندې له خپلې ارشدې سلاکارې فرخنده زهرا نادري څخه غوښتي و، چې په امریکا کې یې د افغانستان د سفیرې په توګه دنده پیل کړي.
خو د راپورونو له مخې، اغلي نادري د ولسمشر محمد اشرف غني دغه وړاندیز رد کړی و


د مطلب کود: 174630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174630/رویا-رحماني-امریکا-کې-د-افغانستان-نوې-سفیره-ټاکل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com