دخپریدو نیټه :شنبه ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 174630
رویا رحماني امریکا کې د افغانستان نوې سفیره ټاکل شوې
د راپورونو له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په اندونیزیا کې د افغانستان پخواني سفیره رویا رحماني په امریکا متحده ایالتونو کې د افغانستان نوې سفیره ګمارلې ده.

په متحده ایالتونو کې یې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر حمدالله محیب شاوخوا درې میاشتې مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په توګه دنده پیل کړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف شاوخوا درې میاشتې مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
بلخوا داسې راپورونه هم وجود لري چې ګواکې ولسمشر غني له دې وړاندې له خپلې ارشدې سلاکارې فرخنده زهرا نادري څخه غوښتي و، چې په امریکا کې یې د افغانستان د سفیرې په توګه دنده پیل کړي.
خو د راپورونو له مخې، اغلي نادري د ولسمشر محمد اشرف غني دغه وړاندیز رد کړی و
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwt9qzak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته