کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قوماندان علی پور نیول کیدو په ضد لاریون په کابل کې تاوتریخوالي باندی اوښتي

4 قوس 1397 ساعت 18:28

د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د قوماندان علي پور د نیولو په ضد مظاهره په تاوتریخوالي واوښته.



امنیتي چارواکي وایي، د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د پولیسو یوه سرتېري ټپي شوی دی.
ویل کېږي، چې مظاهره چیانو د لاریونو پر مهال ډزې هم کړې دي او په سیمه کې یې د پولیسو ځینو پوستو ته اور اچولی دی.
د راپورونو له مخې، قوماندان علي پور د ملي امنیت ریاست د ځواکونو له خوا د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
عیني شاهدان وایي قوماندان عليپور نن سهار د کابل ښار له قلعه قاضي سیمې څخه د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا ونیول شو.
پر نوموړی تور دی چې د مرکزي ولایتونو په لویو لارو کې یې مسافرین ځوروي او د غیر مسوولو وسله والو مشری هم په غاړه لري.
 


د مطلب کود: 174714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174714/د-قوماندان-علی-پور-نیول-کیدو-په-ضد-لاریون-کابل-کې-تاوتریخوالي-باندی-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com