کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړيوالو مرستندويه ادارو دهرات ولايت بېځايه شويو سره دمرستو خبرورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 قوس 1397 ساعت 14:51

دبېځايه شويو دبشري استوګنې او دپناغوښتونکو نړيوال سازمان مسولينو،دکډوالو او راستنېدونکو چاو زوارت او دهرات ولايت لوړپوړو چارواکو سره په لېدنه کې دهرات ولايت بېځايه شويوسره دمرستو اعلان وکړ.




دغه ناسته،چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ليندۍ دمياشتې په ۵مه په هرات ولايت کې جوړ شوې وه، پکې د کډوالو چارو وزير، د هرات ولايت دښارجوړنې مرستيال،دسيمه ايزې  ادارې مرستيال،دځمکو داصلاح ادارې مرستيال او د اجرايه رياست استازو ګډون درلود دهرات ولايت بېځايه شويو سره مرستو پروېشلو بحث او خبرې وکړې.
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په ياده ناسته کې وويل،چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت او دځمکو داصلاح ادارې ترمنځ دلاسليک شوي هوکړه ليک پراساس به ډېر ژر دهرات ولايت کې بېځايه شويوکورنيوته په مواقت ډول د اوسېدو زمينه برابره شي.
د ذکرشويو ادارو مسولينو وويل، چې زموږ تمرکز زيات دخېموپروېشلو او کومکي کڅوړو دی او ددوی بېرته ستنېدل خپلو اصلي سيموته په جدا ډول دی.
همدارنګه دهرات  والي  د کډوالۍ په برخه کې دوزيرانو شورا دفرعي کمېټې دمرستو او دجمهوري رياست ۳۰۵فرمان اعلان کړ. 
 


د مطلب کود: 174848

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174848/نړيوالو-مرستندويه-ادارو-دهرات-ولايت-بېځايه-شويو-سره-دمرستو-خبرورکړ

آوا
  https://www.avapress.com