دغه ناسته،چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ليندۍ دمياشتې په ۵مه په هرات ولايت کې جوړ شوې وه، پکې د کډوالو چارو وزير، د هرات ولايت دښارجوړنې مرستيال،دسيمه ايزې ادارې مرستيال،دځمکو داصلاح ادارې مرستيال او د اجرايه رياست استازو ګډون درلود دهرات ولايت بېځايه شويو سره مرستو پروېشلو بحث او خبرې وکړې.
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په ياده ناسته کې وويل،چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او دځمکو داصلاح ادارې ترمنځ دلاسليک شوي هوکړه ليک پراساس به ډېر ژر دهرات ولايت کې بېځايه شويوکورنيوته په مواقت ډول د اوسېدو زمينه برابره شي.
د ذکرشويو ادارو مسولينو وويل، چې زموږ تمرکز زيات دخېموپروېشلو او کومکي کڅوړو دی او ددوی بېرته ستنېدل خپلو اصلي سيموته په جدا ډول دی.
همدارنګه دهرات والي د کډوالۍ په برخه کې دوزيرانو شورا دفرعي کمېټې دمرستو او دجمهوري رياست ۳۰۵فرمان اعلان کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)