کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې پوځي مرکز باندی ځانمرګی برید له امله ۱۰ کسان وژل شوی او ۲۹ تنه ټپیان شوی

8 قوس 1397 ساعت 12:09

په پلازمېنه کابل ښار کې پر یوه پوځي مرکز ځانمرګي برید شوی، چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور یې ټپیان شوي دي.



امنیتي سرچینې د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند دکابل ګمرک په سړک کې چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تائیدوي، چې د G4S په نوم پر یوه مرکز برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې امر بسم الله تابان له دې وړاندې ویلي و، چې د یوې خصوصي امنیتي شرکت مرکز ته څېرمه موټر بم برید شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم له دې وړاندې ویلي و ، چې د پیښې له ځایه روغتونونو ته ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 174959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174959/کابل-کې-پوځي-مرکز-باندی-ځانمرګی-برید-له-امله-۱۰-کسان-وژل-شوی-او-۲۹-تنه-ټپیان

آوا
  https://www.avapress.com