دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 174959
کابل کې پوځي مرکز باندی ځانمرګی برید له امله ۱۰ کسان وژل شوی او ۲۹ تنه ټپیان شوی
په پلازمېنه کابل ښار کې پر یوه پوځي مرکز ځانمرګي برید شوی، چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور یې ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند دکابل ګمرک په سړک کې چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تائیدوي، چې د G4S په نوم پر یوه مرکز برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې امر بسم الله تابان له دې وړاندې ویلي و، چې د یوې خصوصي امنیتي شرکت مرکز ته څېرمه موټر بم برید شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم له دې وړاندې ویلي و ، چې د پیښې له ځایه روغتونونو ته ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcamyn6o49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته