کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښار جوړونې او اراضي وزارت سرپرست خپله دنده پیل کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 قوس 1397 ساعت 13:24

د ښار او کور جوړونې او د راضي وزارت سرپرست محمد جوان پیکار نن رسماً خپله دنده پیل کړه.




د ښار او کور جوړونې او د اراضي وزارت سرپرست ښاغلي محمد جواد پیکار د ولسمشر د دوهم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش له خوا د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.
د افغاننستان جمهوري ریاست دفتر پرون وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني له ښار او کور جوړونې وزارت سره د افغانستان د اراضي ادارې ادغام منظور کړی دی.
د ولسمشر غني په یوه حکم کې راغلي دي، چې د اساسي قانون د ٨٤ مې مادې له مخې او په ادارې سیسټم کې یې د اصلاحاتو  د راوستلو په موخه، له ښار او کور جوړونې وزارت سره د افغانستان د اراضي ادارې ادغام منظور دی.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د ښار جوړونې او راضي وزارت د نوماند وزیر په توګه د محمد جوان پیکار ټاکنه منظور کړې ده.
د جمهور رئیس غني په حکم راغلي دي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۱ مې فقرې له مخې، د ښار جوړونې او اراضي وزارت د نوماند وزیر په توګه د ښاغلي محمد جواد پیکار ټاکنه منظور ده.
 


د مطلب کود: 175115

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175115/د-ښار-جوړونې-او-اراضي-وزارت-سرپرست-خپله-دنده-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com