کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 قوس 1397 ساعت 17:28

افغان چارواکي وايي چې د هلمند لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحيم له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.



د هلمند والي جنرال محمد یاسین ته وویل، ملا رحیم چې په ملا عبدالمنان مشهور و، په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی او په څلورو ملګرو کې یې دوه تنه ويندويان حافظ راشد او ملا جاويد او همداراز دوه ساتوونکي یې شامل وو.
جنرال یاسین وايي، ملا عبدالرحیم د دې ترڅنګ د هېواد په کچه د وسله والو طالبانو د نظامي چارو مسؤل هم و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 175136

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175136/چارواکي-د-هلمند-لپاره-طالبانو-نومول-شوی-والي-وژل

آوا
  https://www.avapress.com