د هلمند والي جنرال محمد یاسین ته وویل، ملا رحیم چې په ملا عبدالمنان مشهور و، په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی او په څلورو ملګرو کې یې دوه تنه ويندويان حافظ راشد او ملا جاويد او همداراز دوه ساتوونکي یې شامل وو.
جنرال یاسین وايي، ملا عبدالرحیم د دې ترڅنګ د هېواد په کچه د وسله والو طالبانو د نظامي چارو مسؤل هم و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)