دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 220332
چارواکي: ننګرهار کې بې‌ځایه شوي مرستو ته اړتیا لري
ننګرهار کې چارواکي وايي، د هیواد له ۱۷ ولایتونو دغه ولایت ته راغلي بې‌ځایه شوي مرستو ته اړتیا لري.
ننګرهار کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، ۵۲ سلنه داخلي بې‌ځایه شوي چې ننګرهار ته یې پنا ور وړې ده له سختو ستونزو سره مخ دې او مرستو ته اړتیا لري.
د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس نجیب الله قیومي یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال له حکومت او موسسو غوښتنه وکړه چې له یادو داخلي بې‌ځایه شویو سره مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه، تراوسه ۵۲ سلنه داخلي بې‌ځایه شوي په ننګرهار کې ژوند کوي چې اکثریت یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
قیومي وایي، دغه کورنیو د جګړې له کبله ننګرهار ولایت ته پنا ور وړې ده او په خبره یې له دوی سره شته بودیجه د دې جوګه نه ده چې  له یادو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې په ۲۰۱۹ کال کې د جګړې له کبله ۴۰۰ زره افغان کورنۍ له خپلو ځایونو بې‌ځایه شوې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxvnii23nixd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته