کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی تدارکاتو کمېسیون د ۱۱.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۴ تدارکاتی پروژی تایید کړ

14 قوس 1397 ساعت 11:26

ارګ ماڼی وایي، د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې ۴۵ تدارکاتي مورده وارزول شول او د څه باندې ۱۱،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۴۴ مورده منظور شول.



له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د غور ولایت پنځه مېګاواټه لمریزې برښنا پروژه هم په منظور شویو تدارکاتي مواردو کې شامله ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه راز په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۷ لیلیو د جوړولو پروژو قرارداد د ورکړې منظوري،  په ۲۷ ولایتونو کې د ۲۷ ورزشي جمنازیمونو او د کنفرانسونو د تالارونو د جوړولو قرارداد، په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۶ جوماتونو او فاتحې صالونونو د جوړولو قرارداد، په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۰۲ تم‏ځایونو د جوړولو قرارداد پروژه او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مالي او اداري عملیاتي او حمایوي واحد لوی ریاست اړوند د هرات ولایت تاریخي ګودامونو د ترمیم پروژې قرارداد چې په دغو تدارکاتي مواردو کې شاملېږي.
د ارګ ماڼی له مخې، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ملي شورا د مالي او بودجې او اقتصاد کمېسیونونو ملي څارونکو هم حضور درلود.
 


د مطلب کود: 175332

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175332/ملی-تدارکاتو-کمېسیون-د-۱۱-۷-میلیاردو-افغانیو-په-ارزښت-۴۴-تدارکاتی-پروژی-تایید-کړ

آوا
  https://www.avapress.com