کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو سرمنشي وایي، تر هغو چې په افغانستان کې د سولې یوه موافقه ترلاسه کېږي، ښایي په‌دې هېواد کې ناامني لا زیاته شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 قوس 1397 ساعت 16:47

ینس سټولټنبرګ د افغانستان امنیتي وضعیت ته دغه اندیښنه پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه.


نوموړي وویل: "اوس چې موږ په ریښتني ډول د سولې د پروسې د مخ ته وړلو هڅه کوو، په نورو جګړو کې مو لیدلي چې ځیني وختونه شخړې زیاتې شوي او هغه هم ځکه چې بېلابېل لوري هڅه کوي چې د امکان ترحده په یوه ښه دریځ د خبرو اترو د مېز تر شا کښیني. ښایي وضعیت په افغانستان کې ترښه کېدو مخکې لا یو څه خراب شي."
په بروکسل کې پرون په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو وار بیا په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات د ټینګیښت لپاره خپله ژمنه تازه کړ

 


د مطلب کود: 175414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175414/د-ناټو-سرمنشي-وایي-تر-هغو-چې-په-افغانستان-کې-سولې-یوه-موافقه-ترلاسه-کېږي-ښایي-په-دې-هېواد-ناامني-لا-زیاته-شي

آوا
  https://www.avapress.com