کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې ولسي جرګې ټاکنو درېیو نوماندانو باندی وسله وال برید

21 قوس 1397 ساعت 17:11

له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته د انتخاباتو په درېيو تنو نوماندانو پرون مازیګر وسله وال بريد وشو.



د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د درېیو تنو نوماندانو سيد فرهاد اکبري، رحيم امين او نصرت الله وفا د سپرلۍ کاروان چې د لوګر له ولايت څخه د کابل په لور روان و، د تنګي واغجان په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او وروسته د وسله والو کسانو له خوا په دوى ډزې وشوې.
احمدزي زياته کړه: په دې پېښه کې د دوى درې تنه ساتوونکي ټپيان شول او نوماندانو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
د احمدزي د څرګندونوله مخې، په دې پېښه کې د دوى دوه موټرونه هم په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.


د مطلب کود: 175826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175826/په-لوګر-کې-ولسي-جرګې-ټاکنو-درېیو-نوماندانو-باندی-وسله-وال-برید

آوا
  https://www.avapress.com