دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 175826
په لوګر کې ولسي جرګې ټاکنو درېیو نوماندانو باندی وسله وال برید
له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته د انتخاباتو په درېيو تنو نوماندانو پرون مازیګر وسله وال بريد وشو.

د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د درېیو تنو نوماندانو سيد فرهاد اکبري، رحيم امين او نصرت الله وفا د سپرلۍ کاروان چې د لوګر له ولايت څخه د کابل په لور روان و، د تنګي واغجان په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او وروسته د وسله والو کسانو له خوا په دوى ډزې وشوې.
احمدزي زياته کړه: په دې پېښه کې د دوى درې تنه ساتوونکي ټپيان شول او نوماندانو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
د احمدزي د څرګندونوله مخې، په دې پېښه کې د دوى دوه موټرونه هم په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcewn8zpjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته