دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 255196
په لوګر کې د یوه دولتي چارواکي د مېرمنې د لېږدولو لپاره د چورلکې د کارولو ردول
قاري یوسف احمدي؛ د اسلامي امارت ویاند وايي، هغه راپورونه چې ګواکې یوه دولتي مامور خپله مېرمن له لوګر ولایت څخه خوست ته په چورلکه کې انتقال کړې، حقیقت نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: قاري یوسف احمدي؛ د اسلامي امارت ویاند په ټولنیزو شبکو کې د ځینو هغو راپورونو په خپرولو غبرګون وښود چې ګواکې یو دولتي مامور خپله مېرمن له لوګر ولایت څخه خوست ته په چورلکه کې بیولې ده.
 
ښاغلي احمدي پخپل ټوېټر پاڼه کي لیکلي: "په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې یو دولتي مامور خپله مېرمن له لوګر ولایت څخه خوست ته په چورلکه کې بیولې ده، موږ ته خبر راکړل شوی چې هلته داسې کومه پېښه نه ده شوې، دا یوازې د دښمن بې ځایه تبلیغات دي.
 
https://avapress.com/vdcdnk0x9yt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته