کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیڅ شخص ثقلیه اسلحی حمل حق نه لری

23 قوس 1397 ساعت 10:20

هیڅ دولتی او غیری دولتی مسؤول کس د خپل شخصی امنیت په نامه، نه شی کولای هیڅ ډوله ثقلیه اسلحی لکه دهشکه، راکت او پیکا د ځان سره حمل کړی.



 د آوا په ګزارش سره، د فراه ښار ښه نظم او امنیت تامین لپاره د ولایت نظامی شورا فیصله په اساس د فراه شریف اوسیدونکو ته رسول کیږی:
۱  - هیڅ دولتی او غیری دولتی مسؤول کس د خپل شخصی امنیت په نامه، نه شی کولای هیڅ ډوله ثقلیه اسلحی لکه دهشکه، راکت او پیکا د ځان سره حمل کړی.
۲  - ښاری ګارنیزیون دا دنده لری ټول تور هنداری لرونکې وسایط چی عامه نظم اخلال لامل ګرځی شناسائی او هنداری یی سپین او یا له منځه یوسی.
۳  - ښاری ګارنیزیون دادنده لری چی مشکوک کسان چی غواړی تروریستی اعمال ترسره کړی ګرفتار او مسؤول ارګانونو ته تسلمی کړی.
۴  - ټول دولتی او غیری دولتی اشخاص خپل شخصی امنیت لپاره خفیفه اسلحی لکه کلاشینکوف او تفنګچه په اختیار کې لری، خپل اسلحی د پولیس په اداره کې ثبت او قانونی مجوز د اسلحو حمل لپاره اخذ کړی. بیله هغه اسلحی به یی راټول او ذیربط ارګانونو ته وسپارل شی.
 
لوړ فیصله د ۱۳۹۷/۰۹/۲۴ نیټی څخه عملی او تطبیق کیږی.
 


د مطلب کود: 175899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175899/هیڅ-شخص-ثقلیه-اسلحی-حمل-حق-نه-لری

آوا
  https://www.avapress.com