کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوږياڼو کې د عملياتو پرمهال يو شمېر سيمې تصفيه او نظامي تجهيزات ترلاسه شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 قوس 1397 ساعت 11:44

ننګرهار ولايت سره رود او خوږياڼي ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو عمليات دوام لري او په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د يو شمېر سيمو تصفيې ترڅنګ نظامي تجهيزات ترلاسه شوي دي.


 

د معلوماتو له مخې د دغه عملياتو پر مهال دايکان، جانباز خيل، بابه خيل، ارولي، شیر ګړ، دراني کلا، دربکي، بوت خاکي، خرابه، دامان، زرګران او لوخۍ سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوي او د دوي يو اندازه نظامي تجهيزات امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
د عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو پر وسله والو مخالفينو غږ کړی، چې د وژل کېدو او تېښتې پر ځای سولې بهير سره يو ځای شي او په ثبات کې ژوند وکړي.
ياد عمليات لاهم دوام لري او په کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښت


د مطلب کود: 176299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176299/خوږياڼو-کې-د-عملياتو-پرمهال-يو-شمېر-سيمې-تصفيه-او-نظامي-تجهيزات-ترلاسه-شول

آوا
  https://www.avapress.com