کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راتلونکی ولسمشریزو ټاکنو په اړه د جنرال دوستم تازه څرګندونې

9 جدی 1397 ساعت 10:12

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، په ولسمشریزو ټاکنو کې به له داسي یوه نوماند څخه ملاتړ وکړي چې په انتخاباتي ټکټ کې لومړی معاونیت ترکتبارانو ته په پام کې ونیسي.



جنرال دوستم دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د مرغومې په ۷ مه، د خپل قوماندان نظام الدین قیصاري له خوشي کیدو وروسته، د ولسمشریزو ټاکنو په باب د دوهم ځلې سلا مشورو پر مهال کړې دي.
هغه ویلي چې په دې اړه به د ولسمشرۍ له بیلا بیلو نوماندانو سره خبرې وکړي.
جنرال دوستم ټینګار کړی چې له هغه چا به ملاتړ اعلان کړي چې په خپل ټاکنیز ټکټ کې لومړی معاونیت ترکتبارانو ته په پام کې ونیسي.
د ټاکنو خپل کمیسیون له لوري د اعلان شوي مهال ویش له مخې ټاکل شوې چې ټاکنې ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه ترسره شي.
په ورته وخت کې داسي رپوټونه هم خپاره شوي دي چې ښایي دغه راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې درې میاشتې له دغه یاد ټاکل شوي وخت څخه وځنډیږي.
 


د مطلب کود: 176848

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176848/راتلونکی-ولسمشریزو-ټاکنو-په-اړه-د-جنرال-دوستم-تازه-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com