دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 176848
راتلونکی ولسمشریزو ټاکنو په اړه د جنرال دوستم تازه څرګندونې
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، په ولسمشریزو ټاکنو کې به له داسي یوه نوماند څخه ملاتړ وکړي چې په انتخاباتي ټکټ کې لومړی معاونیت ترکتبارانو ته په پام کې ونیسي.

جنرال دوستم دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د مرغومې په ۷ مه، د خپل قوماندان نظام الدین قیصاري له خوشي کیدو وروسته، د ولسمشریزو ټاکنو په باب د دوهم ځلې سلا مشورو پر مهال کړې دي.
هغه ویلي چې په دې اړه به د ولسمشرۍ له بیلا بیلو نوماندانو سره خبرې وکړي.
جنرال دوستم ټینګار کړی چې له هغه چا به ملاتړ اعلان کړي چې په خپل ټاکنیز ټکټ کې لومړی معاونیت ترکتبارانو ته په پام کې ونیسي.
د ټاکنو خپل کمیسیون له لوري د اعلان شوي مهال ویش له مخې ټاکل شوې چې ټاکنې ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه ترسره شي.
په ورته وخت کې داسي رپوټونه هم خپاره شوي دي چې ښایي دغه راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې درې میاشتې له دغه یاد ټاکل شوي وخت څخه وځنډیږي.
 
https://avapress.com/vdcjxmevouqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته