کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه او ترکیه په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه

9 جدی 1397 ساعت 15:10

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه.



سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون په مسکو کې له ترکي چارواکو سره له کتنې وروسته وکړې.
لاوروف خبریالانو ته وویل چې دې ته په پام سره چې له سوریي امریکایي ځواکونه ووځي په سیمه کې نوي وضعیت ته مو ډېر پام واړاوه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خبرو وروسته وویل چې د انقره او مسکو ګډ هدف دا دی چې سوریه له ټولو ترهګرو ډلو پاکه کړو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې داعش ځپل شوی او ټول دوه زه امریکایي سرتېري باسي.
 


د مطلب کود: 176867

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176867/روسیه-او-ترکیه-په-سیمه-کې-پر-ګډې-هماهنګۍ-موافقه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com