دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 176867
روسیه او ترکیه په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه.

سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون په مسکو کې له ترکي چارواکو سره له کتنې وروسته وکړې.
لاوروف خبریالانو ته وویل چې دې ته په پام سره چې له سوریي امریکایي ځواکونه ووځي په سیمه کې نوي وضعیت ته مو ډېر پام واړاوه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خبرو وروسته وویل چې د انقره او مسکو ګډ هدف دا دی چې سوریه له ټولو ترهګرو ډلو پاکه کړو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې داعش ځپل شوی او ټول دوه زه امریکایي سرتېري باسي.
 
https://avapress.com/vdcaiin6049n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته