کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو په یو عراد تراکتور موټر کې ١٤٣ ميله تفنګچې او ٣٠٣ عدده شاژرونه ونيول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جدی 1397 ساعت 10:49

ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، نيول شوی کس،چې د غزني ولايت اصلي اوسیدونکی دی،غوښتل يې یادې وسلې او شاژرونه له تورخم څخه کابل ولایت ته و لیږدوي،چې د نشه يي توګو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د دې ولایت په مربوطاتو کې ونیول شول .


ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیريت پولیسو د یو تن سره په تراکتور موټر کې، چې په کې لرګي بار وو او په ډېر مهارت يې په کې ١٤٣ ميله بېلابېل ډوله تفنګچې او د بېلابېلو وسلو ٣٠٣ عدده شاژرونه ځای پر ځای کړي وو، ونیول .
ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، نيول شوی کس،چې د غزني ولايت اصلي اوسیدونکی دی،غوښتل يې یادې وسلې او شاژرونه له تورخم څخه کابل ولایت ته و لیږدوي،چې د نشه يي توګو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د دې ولایت په مربوطاتو کې ونیول شول .
نوموړی زیاتوي،د یاد مدیریت پولیسو همدا راز اووه پنځوس نیم کیلو نشه يي توکې له لیږدونکی سره یو ځای ونیول .
نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي .
 


د مطلب کود: 177045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177045/د-ننګرهار-امنیه-قوماندانۍ-پولیسو-په-یو-عراد-تراکتور-موټر-کې-١٤٣-ميله-تفنګچې-او-٣٠٣-عدده-شاژرونه-ونيول

آوا
  https://www.avapress.com